This is one of my most
favorite Pashto poetry ever. It's a sound of heart, the kind of poetry I like and live for. I like sincerity. I like truth. I like silent conversations with God. I like the complaint of the poet/speaker with her/his
God.
دَ لویو لویو
قدرتونو ربہ يو تمنا ده اوريدے شے که نه
ستا دَ سکنړي سکنړي ماښام نه لوګے دَچا دَ زړه لوګے ليدے شے که نه
ستا د سیلو او طوفانونو پہ مخ يو اسويلے دے درليږل يے غواړم
ستا د چپو چپو
سیندونو پہ نوم ليمه راډک شو څڅول يے غواړم
هسے نہ چنړ د
خولے ویستل کفر شی هسے نه تاته ژړيدل کفر شي
ستا د جنت د
نعمتونو نہ ځار زه درته اوږے په جهان ژاړم
ستا د دوزخ دا لړامانو توبہ زه درته دا لړامانان ژاړم
دلتہ د ګیډے دوزخ
تش ګرژو هلته شوستا دا دوزخونو خشاک
دلتہ د دغہ
قصابانو خوراک هلته دا هغه حامارانو خوراک
نہ مو ځان تور
کړو او نہ سپين پاتے شو نه دا دنيا شو نه دَ دين پاتے شو
ستا د سنګینو
فیصلو نہ قربان ولے خيران يم کم قانون اومنم
تہ خو دِ خپل
قارون پہ زمکه منډے زه دِپه سر باندے قارون اومنم
ستا پہ رضا ځما
رضا ده ربہ کانړے هم نفس پورے تړلے شمه
چہ بل ښامار
پہ خزانو اووینم اخر انسان يم څنګه غلے شمه
راډک شو زړہ
ایثارولے نہ شم خله ماته ښه ده خو ګنډلے نه شم
ستا د جنت پہ طمع
طمع چہ مری دَ هغه اوږو په سلګو مے قسم
پہ د دوزخ کښے يے نور نہ شم لیدے ستا دَ رضوان په منارو مے قسم
یا خو د زمکے پہ
دے ارته سینہ ماته خپل ژوند ځما جنت راکړه
یا د نهر دوزخی
مرګ نہ مخکښے دَ يوے چغے اجازت راکړه
چہ دا ستا اوږی
ستا پہ خوان ماړه کړم يا په خپل ځان باندے قارغان مړه کړم
دَ لويو لويو قدرتونو ربه يو تمنا ده اوريدے شے که نه
بہت عمدہ شاعری ٹراسلیشن کے ساتھ اور بھی اعلی
ReplyDeleteThanks for your visit and interest of our poetry
ReplyDeleteGreat..........
ReplyDelete