Sunday 14 January 2018

Beauty - Beautiful - Hussan - poet - pashto poetry Ghani Khan

حسن

اوه تپوس دَ حسن مکوه
سمندر شي څوک تللے
څوک سپوږمے شي رانيولے
څوک زهرا شي ښکولے

حسن پلار دَمينے او مور دعشق
پکښے پټ دي ټول سپين او تور دعشق
دَده خيال نظر همه زور دعشق
په سرو شونډو بلا ښکلے اوردَعشق
دا بابا دَسُراو سرور دے
دا تعبير دَ جلال او نور دے
دامکه دَسترګو خنا کښے
دا په هر کوڅه کښے طور دے

دا آدم دَ نوم بس يو دا سبب
دا بهار سبب دا درڼا سبب
دَحوادَژوند او ارمان قيصه
دَسرود دَرقص او دَژړا سبب
دا جواب دَلکونو سوالونو دے
نشته هيڅ دَژوندون بل جواب
دا صوفي ته محراب او منبر خالي
ليوني ته کباب او شراب
دے دَخيال او رنګ دنيا کښے دا
پلوشه دَمينے دَيار ده
دادَرحم پيغام او وعده دَوصال
راليږلے غلام له دلدارِده

دادَمرګ سبب
دادَژوند ضرور
دادَګناه تعريف
اومعنيدنور
دادَعشق وجود
دادَ مينے راز
دادَسوز خوند
دامستي د ساز

هرنظرئے شراب دي مستي ده
دادَروح ليونے ميخانه ده
دَبنده او آقا دَ زړه راز دے
دژوندون او جنت افسانه ده
خان پور ۱۹۵۰

Pashto Great Poet Khan Abdul Ghani Khan Poetry Book DA GHANI KULIYAT
this poem written in jail 1950
Ghani khan is son of Ghafar Khan (Bacha Khan) and Brother of Abdul Wali Khan Leader of Awami National Party ANP

1 comment:

  1. If you want any kind of Graphics Design or any old picture to colorized and digital imaging send here your request and done your job just under 24 hours.

    ReplyDelete

If you have any doubts, please let me know