پنسن مے بخميرروک که قلم تش دَ سياحئ نه
کوټه کښے يخ او تريخ لوګے باهر يخه سيلے
دماغ مے پريشانه زړګے پريوتے دَ مستے نه
خيالات مِ روک نوستلي غنم وهلي په سيلے
دنيا مِ دَ اميد دَ رڼا نشه تکه توره
دَ غم دَ قيصو ډکه ده خنده آوازے هير
هره لمحه دَسَا ترخه بے خوانده اوچه سپوره
محمود ځان ليونے که شو خيشته اياز ئے هير
دا غم نه دَ طاقت دَ حکومت نه دَ شوکت دے
دا غم دَ تيريدودے بے مطلبه دَ ژوندون
ليلي محمل صحراهمه تيار دي خوافسوس
دَ ځان ليوني کولو همت ونکړو مجنون
په پيرول ۱۹۵۰
No comments:
Post a Comment
If you have any doubts, please let me know