Friday 12 January 2018

Empty wine cup by Pashto Poet Ghani Khan

Intikhab from Best Pashto Poet Khan Abdul Ghani Khan Poetry Book Kuliyat Ghani

تش جام


هغه څه ساقي وي
   چه ئے تش شراب وي جام کښے

نه ورکئ خمار دَ سترګو
رنګ دَ سرو لبانو

دَادَ دوزخ اوور وي
چه تش سوےوي رڼانه وي

دا هغه کافر دے
چه خطبے لولي ماښام کښے

دادَ ازغو جاړه دګلاب
خو ګلاب نه لري

دا لوګو وهلے سيخ
تيکه او کباب نه لري

زهرزهرزهردي
شراب چه خمار نه لري

څه هغه بنده وي
چه جنون او دلدار نه لري

هغه دَ څه سيند وي
چه غولئے او ابشار نه لري

هغه څه مومن وي
چه مستي دَکافر نه لري

څه وي هغه سترګے
چه دَ مينے نظر نه لري

هغه دعا څه وي 
چه شړنګار او شڼا نه لري

زهر زهر زهر دي
شراب چه خمار نه لري

What is the man  alcohol is just in the jam?

1 comment:

If you have any doubts, please let me know