Showing posts with label Contest. Show all posts
Showing posts with label Contest. Show all posts

Friday 12 January 2018

Empty wine cup by Pashto Poet Ghani Khan

Intikhab from Best Pashto Poet Khan Abdul Ghani Khan Poetry Book Kuliyat Ghani

تش جام


هغه څه ساقي وي
   چه ئے تش شراب وي جام کښے

نه ورکئ خمار دَ سترګو
رنګ دَ سرو لبانو

دَادَ دوزخ اوور وي
چه تش سوےوي رڼانه وي

دا هغه کافر دے
چه خطبے لولي ماښام کښے

دادَ ازغو جاړه دګلاب
خو ګلاب نه لري

دا لوګو وهلے سيخ
تيکه او کباب نه لري

زهرزهرزهردي
شراب چه خمار نه لري

څه هغه بنده وي
چه جنون او دلدار نه لري

هغه دَ څه سيند وي
چه غولئے او ابشار نه لري

هغه څه مومن وي
چه مستي دَکافر نه لري

څه وي هغه سترګے
چه دَ مينے نظر نه لري

هغه دعا څه وي 
چه شړنګار او شڼا نه لري

زهر زهر زهر دي
شراب چه خمار نه لري

What is the man  alcohol is just in the jam?

Sunday 7 January 2018

DUA Pashto Poet Ghani Khan Poet

دعا
سترګو د جانان کښے زما ښکلي جحانونه دي
واد خله دنيا زه وږے ستا دَ دنيا نه يم

ګوره دَ دَفقير کچکول کښے تاج دَسکند ردے پروت
زه يم دَ سخيانو دَشومانو غدا نه يم

زه ئے په غرور درنه دَ مينے په نوم غواړم
زه ملنګ بے نيازه ستا دَ وير واويلا نه يم

يَو دَ سپوږمے څاڅکے درنه ټيک له دَيار غوړم
زه يم دَ خوبونو دَ لالونو ګدانه يم

هغه مستي غواړم چه ئے مرګ نه شي وژلے
زه دے دَغمونو دَ بيګا او سبا نه يم

اوتشه دنيا ګئے دِبخئے نو اے اميره
ستا شوه ستا دنيا . زه وږےستا دَ دنيا نه يم

غني

Khan Abdul Ghani Khan so of Great Pashton Leader Khan Abdul Ghafar Khan Bacha Kha